دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۵۴
د مطلب کود : 152990
د خوست د ملکي هوایي ډګر په پرانیستلو کې ځنډ اندېښنې راپارولي

خلک وایي، د خوست د ملکي هوایي ډګر د جوړیدو چارې بشپړې شوي؛ خو تراوسه پرانیستل شوی نه دی.

مدني فعال زاهد شاه انګار وایي، د خوست ملکي هوایي ډګر د ځغاست لیکې چارې بشپړې شوي او ساختماني شرکت څو میاشتې وړاندې یاد ډګر دولت ته رسمي سپارلی دی؛ خو تر اوسه یې هیڅ پرانسته نه ده شوې او دې کار خلک اندېښمن کړي دي.

قومي مشر شاولي خان متونوال وایي، خلک هیله من دي، چې له الوتکو څخه پخپل هوایي ډګر کې راکښته شي؛ خو اوس څوک نه پوهیږي، چې کله به ورته پروازونه پیل شي.

د خوست ولایتي شورا غړې قدیم افغان وایي، له پیله یې د خوست هوایي ډګر پروژې د چارو د کیفیت په اړه اندېښنې تر ولسمشرۍ ماڼۍ او اجرائیه ریاست رسولي؛ خو سمه څارنه یې نه ده شوې.

هغه زیاتوي، ولایتي شورا غړي د دغې مهمې پروژې د سپارلو په اړه خبر نه دي او دا کار په پټه شوی دی.

د خوست والي ویاند مبارزمحمد ځدراڼ وایي، د هوایي ډګر پروژې سپارل د هوانوردۍ له ملي اداره سره تړاو لري.

هغه زیاته کړې، چې دغه پروژه بشپړه شوې او په نږدې ورځو کې به یې د حکومت د هوا نوردۍ د یوه لوړ پوړي پلاوي له لوري رسمي پرانسته وشي.

هغه دا هم په ډاګه کړې؛ اوس د خوست ملکي هوایي ډګر یوازې ځغاست لیکه لري، چې دا یو نیمګړی هوایي ډګر دی، خو ولسمشر ژمنه کړې، چې په راتلونکي مالي کال کې به د خوست نړیوال ملکي هوایي ډګر ته د ترمینل او نورو چارو لپاره ځانګړي بودجه ورکړ شي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb95b8grhbs9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته