دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۲۰:۰۷
د مطلب کود : 147761
ننګرهارکی ۴ وسله وال طالبان وژل شوي
د ننګرهار ولایت چارواکی ویلی، په دی ولایت کې له افغان ځواکونو سره نښته کې د یوه ولسوال په ګډون ۱۰ تنو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخې، د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپانه ویلی، دغه نښته پرون د یاد ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځ ته شوې، چې د چارواکو په خبره وسله والو طالبانو د مومندرې په یوه قرارګاه او د ۲۸ ويالې پر پوستو بریدونه پیل کړل.
سرچنیو وايي، د وسله والو طالبانو له برید سره سم پولیسو هم په ځوابیه برید لاس پورې کړ او طالبانو ته یې ماته ورکړه.
سرچینه وایی، چې په دغه مخامخ جګړه کې ۴ وسله وال طالبان وژل شوي او د مومندرې ولسوالۍ له پاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال عبدالعزیز په ګدون شپږ طالبان ټپیان شول.
خبر پانه وایی، په وژل شويو او ټپیانو کې بهرنيان هم شامل دي.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه رسنیو ټه څه نه دي ویلي.

https://avapress.com/vdcb0zb88rhbazp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته