دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۱ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۱۷
د مطلب کود : 143296
کندهار کې SIGTAS یا د مالیاتو د راټولولو معياري سيسټم فعاله شوی

په سویل کندهار ولایت کې سیمه ییز حکومتي چارواکي وایي، د یاد ولایت په مستوفيت رياست کي د SIGTAS يا دمالياتو د راټولولو معياري سيسټم فعاله شوی.

د چارواکو په وینا، د دغه سيـسټم په وسېله به ماليات په ښه او شفاف ډول راټول او تر ډېره حده به ور سره د فساد مخه ونيول شي.

د کندهار د ولايت مقام مالي او اداري مرستيال عبداحنان منيب په مستوفيت رياست کي د سيګټاس سيسټم فعاله کيدل ډير اړين او ګټور وبلل او وويل، د سيګټاس سيسټم په فعاله کيدو سره په ماليات په عصري بڼه راټوليږي او د مستوفيت رياست په کارونو کي به چټکتيا رامنځ ته ښي.

هغه زیاته کړه چي ولايتي اداري هڅه کوي ترڅو سوداګرو او صنعتکارانو ته لا هم نوري اسانتياوي برابري کړي او ستونزي يې له منځه يوسي.

د ماليې وزارت د عوايدو د لوى رياست د سيسټمونو امر نور الله حبيب هم وويل چي د سیګټاس سيسټم دفعاله کولو څخه ئې موخه ماليه ورکونکو ته د اسانتیاوو برابرول دي.

ښاغلي حبیب همداراز وویل، د ياد سيسټم په وسېله موږ کولاي سو چي ماليات شفاف او په معياري ډول کنټرول، مالياتي قوانين په ټول هيواد کي يوشان تطبيق او د مالیه ورکوونکي ټول اسناد په ډې سيسټم کي خوندي کړو.

هغه زیاته کړه، چي د سيګټاس سيسټم د ماليه ورکوونکي ټول مشخصات خوندي کوي، ماليه ورکوونکي ته په اتوماتيک ډول مالياتي اظهارليک استوي، ماليات سنجوي او د مالياتي مکلفيتونو، معافيتونو او مالياتي تعليق هم په دي سيـسټم کي تنظيميږي .

د سيګټاس سيسټم د ماليې وزارت په ۱۳۸۹ کال کي د کاناډا هيواد څخه رانيولی دی چي اوس د هيواد په شپږو ولايتونو کي په بشپړه توګه تطبیق سوی دی.

سرچینه: خامه پرس

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaoen6i49nyu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته