د وسله والو طالبانو یو شمېر لوړپوړي مشران وایي، دوی هوډ نه لري د عمان په ناسته کې د سولې په خبرو کې ونډه واخلي.
د طالبانو دوه جګپوړي مشران رویټرز خبرې اژانس ته ویلي، چې په دې اړه د طالبانو ترمنځ یوه غونډه هم جوړه شوې ده او د دوی مشرتابه پریکړه کړي چې د طالبانو پلاوي د مسکاټ ښار په ناسته کې ګډون نه کوي.
د طالبانو دغه مشران د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، چې دوی تر اوسه په ناسته کې د ګډون لپاره کوم بلنه ترلاسه نه کړی نه دی خو د بلنې د ترلاسه کولو په صورت کې هم دوی هوډ نه لري چې په ناسته کې ګډون وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو، چین، پاکستان، او افغان حکومت استازو د روان میلادي میاشت په ۱۶ مه نیټه کې د څلور اړخیزې ډلې په چوکاټ کې د افغان سولې په اړه خبرې کوي.
په همدې حال کې د د سولې د عالې شورا یوه غړی امین وقاد رویټرز ته ویلي، چې دغه ناسته د سولې شورا لپاره یوه ډیره مهمه ناسته ګڼل کیږي ځکه په دغه غونډه کې د طالبانو غړي هم ګډون کوي.