دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۳۹
د مطلب کود : 152854
د چابهار له لارې د هند د غنمو لومړۍ جوپه افغانستان ته ورسیده

له هندوستان څخه د چابهار بندر له لارې د ۱۵ زره ټُن غنمو لومړۍ جوپه، چې د روان کال د اکتوبر په ۲۹ د افغانستان په لور راخوځیدلې وه، نن د دغه هیواد لویدیځ ولایت نیمروز ته ورسیده.

له چابهار بندر څخه د نیمروز پولې ته د هندوستان د غنمو مرستې د لومړۍ جوپې د رارسېدو په مناسبت د شنبې په ورځ (نومبر ۱۱)په نیمروز ولایت کې ځانګړي مراسم نیول شوي وو، چې په کې د افغان حکومت د کابینې یو شمیر غړو، سیمه‌ییزو چارواکو او د هند او ایران سفیرانو ګډون درلود.

د افغانستان د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو سرپرست وزیر نصیراحمد دُراني په دغو مراسمو کې وویل "افغانستان دغو همکاریو ته په نیک نظر ویني او تمه لري، چې ملګري هیوادونه په لا زیاتو همکاریو سره د سیمې په کچه د تلپاتې پراختیا لپاره نوی بنسټ کیږدي".

ښاغلي دُراني زیاته کړه، له هند څخه افغانستان ته د چابهار بندر لارې د غنمو په رارسیدلو سره، د سیمې د هیوادونو ترمنځ د اړیکو نوی باب پرانیستل شوی او افغانان ویاړي، چې هیواد یې نور یوې پولې پورې تړلی نه دی، بلکې د سوداګرۍ او ترانزیت لپاره زیاتې لارې په واک کې لري.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcamun6y49nma1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته