د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي په دی اړه سرګندوی، مخکی ازبکستان له خپلې خاورې د افغانستان د مالونو له هر کانتینر څخه ۲۵۰۰ ډالره اخیستل، خو دا محصول اوس ۱۲۵۰ امریکایی ډالرو ته رالږ شوی دی.
سرچنیو زیاتوی، چې په راتلونکې وخت کې زموږ هیواد د ازبیکستان له لارې له روسیې او نورو هیوادونو سره هم راکړه ورکړه وکړي.
خو د یاد وړدی، یوه ورځ مخکی ازبیکستان ویلی، چې د افغانستان د بلخ او هرات ښارونو ترمنځ رېللار جوړوي.