دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۳ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۰۵
د مطلب کود : 145834
ارزګان او فراه ولایتونوکې افغان ځواکونو ته د ۲۹تنو وسله‎والو له ځانونوسپارلودی
د کورنیوچارو وزارت ویلی، چې په فراه ولایت کې ۱۱ کسانو او ارزګان ولایت کې ۱۸ وسله والو له خپلو وسلو سره خپل ځانونه افغان امنیتی ځواکونو ته سپارلي دي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، د کورنیو چارو وزارت له خبر شوی خبر پاڼه کی ویلی دی، په فراه او ارزګان ولایتونو کې افغان ځواکونو ته د ۲۹ طالب وسله‎والو له ځانونو سپارلو دی.
سرچنیووایی، په یاد ولایتونو کې ۲۹ طالب جنګیالي له خپلو وسلو سره له دولتي ځواکونو سره یو ځای شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼه وایی، چې د ارزګان ولایت په دهراود ولسوالۍ کې ۱۸ طالبان د خپل قومندان په وژلو سره د ملي پولیسو ځواکونو ته ځانونه تسلیم کړل.
سرچنیوزیاتیوی، په فراه ولایت کې ۱۱ وسله والوطالبانو دافغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.
https://avapress.com/vdcaemn6y49nya1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته