دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ جوزا ۱۳۹۱ ساعت ۱۸:۰۱
د مطلب کود : 42421
پر افغان امريکا سند د مشرانو جرگه خبرې کوي
د افغانستان او متحدو ايالتونو ترمنځ لاسليک شوى ستراتيژيک سند د يکشنبې په ورځ ( د جون دريمه) د مشرانو جرګې عمومې غونډې ته وړاندې کېږي.

د ستراتيژيکو همکاريو سند تېره مياشت د دواړو هېوادونو ولسمشرانو په کابل کې لاسليک کړ، چې د ولسي جرګې له خوا تصديق شو.

د مشرانو جرګې د بهرنيو چارو د کمېسيون رييس عارف الله پښتون وويل، چې د ستراتيژيکو همکاريو پر دغه سند د مشرانو جرګې ټولو کمېسيونونو بحث کړى .

سرچینه: بی بی سی
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca6yny.49nuu1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته