دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۱ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۱۹
د مطلب کود : 141315
احمد ولی مسعود: زما ورور د اشرف غنی تیم سره د یوځای کیدو تاوان ورکوی
احمد ولی مسعود د شهید مسعود بنیاد مشر وایی چی ورور یی احمدضیاء مسعود د خپل غلطۍ تاوان ورکوی او ولسمشر په یو ناببره تصمیم سره هغه د دندی څخه ګوښه کړ.
د افغان غږ خبری آژانس د خبر له مخی، ښاغلی مسعود وویل چی څو ځلی احمد ضیاء مسعود ته هشدار ورکړی وو چی د غنی ټیم سره یو ځای نه سی، ځکه چی دا تیم هیڅ اراده په ټولو جریانوکی د یوځای کیدو نه لری.
احمد ولی مسعود، د شهید مسعود بنیاد مشر وویل: احمد ضیاء مسعود د اشرف غنی تیم سره د یوځای کیدو تاوان ورکوی په داسی حال کی چی موږ هشدار ورکړی وو چی ددا تیم سره یوځای نه سی او هیله منده یو چی په راتلونکی کی د هیواد او حکومت وضعیت د همقبلونی توان ولری.
په دی حال کی ښاغلی مسعود زیاته کړه چی د حکومت سیاست په داسی شکل مخته ځی چی ملی او هم قبلونی فکر شتون نه لری او دا کار د هیواد راتلونکی لپاره ډیر خطرناکه دی.
احمد ولی مسعود، زیاته کړه: د حکومت په سیاست کی ملی فکر حاکم نه دی او د حکومت سیاست یو ملی سیاست نه دی چی دا کار د هیواد راتلونکی لپاره خطرناکه کیدلای سی.
ښاغلی مسعود ټینګار کوی چی هیواد په سختو شرایطو کی قرار لری او د احزابو او جریاناتو ترمنځ شخړی خلګ مایوس کړی دی او که دا چالشونه د منځه یونه وړل سی، د خلګو راتلونکی به د تاریکه راتلونکی ته نږدی سی.
سرچینه: آریانا نیوز
https://avapress.com/vdca66n6m49nye1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته