دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ قوس ۱۳۹۲ ساعت ۱۹:۰۵
د مطلب کود : 79998
په ایران او پاکستان کې افغانانو ته د رایې ورکولو زمینه نه برابریږي
د افغانستان د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون د دارلانشا مشر ضیاالحق امرخیل وایي چې؛ دوئ له حکومت او نړیوالې ټولنې په انتخاباتو کې د کډوالو د ګډون لپاره بودجه غوښتې وه؛ خو تراوسه نه ده منظوره شوې. امرخیل وویل چې؛ انتخاباتو ته وخت ډیر کم پاته دی او له دې وروسته که دوی ته بودجه هم ورکړل شي؛ نه شي کولای په ایران او پاکستان کې افغان کډوالو ته د رایې ورکونې زمینه برابره کړي. هغه وویل کابو ۵۹ میلیونه ډالرو ته ضرورت و؛ موږ هغه بودجه ترلاسه نه کړه، موږ ویلي وو چې، د عقرب تر شلمې نیټې پورې باید موږ ته د نهه پنځوس میلیونه بودجې اقلاً شپیته فیصده راکول شي؛ دا هم رانه کول شوه، بنا‌‎ءً د ټاکنو خپلواک کمیسیون تصمیم دا دی چې؛ په دواړوهیوادونو کښې ټاکنې نه ترسره کیږي. له دې سره په یوه خت د ټیفا یا د شفافو انتخاباتو بنسټ مشر محمد نعیم ایوب زاده هم وایي چې؛ د وخت د کمښت له امله په ګاونډیو هیوادونو کې افغانانو ته د رایې ورکونې زمینه نه شي برابریدلی. په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو استازو دوه ورځې وړاندې له ولسمشر حامد کرزي سره د ملاقات پر مهال یوځل بیا غوښتنه کړې چې؛په راتلونکو ټاکنوو کښې د ګډون زمینه ورته برابره شي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjohea.uqehhz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته