دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ عقرب ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۲۶
د مطلب کود : 77688
عکس آرشیف
عکس آرشیف
د مشرانو جرګې اداري هیات خبرداری ورکوي چې؛ د هغو سناتورانو نومونه به د رسنیو له لارې خپاره کړي چې؛ د دې جرګې عمومي جلسې ته نه حاضریږي.
د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلم یار د سه شنبي په ورځ په خپله عمومي جلسه کې وویل چې؛ د سناتورانو غیر حاضري د دې سبب کیږي چې قوانین له تصویبیدو پاتې شي.
"موږ هم د نصاب د کمېدو تشویش لرو؛ د غیر حاضرو سناتورانو لست به بلې ورځې ته اعلان کړو؛ ځیني سناتوران په حاضري کې امضاه وکړي؛ خو په خواشینۍ سره باید ووایم چې اوس په جلسه کې حاضر نه دي؛ که چېرې د سناتورانو شمېر اوس مهال پوره شوی وای؛ نو موږ کولای شوای چې دغه قانون تصویب کړو."
د مشرانو جرګې د سه شنبې ورځې په عمومي جلسه کې له ۱۱۰ سناتورانو څخه یواځې ۴۵ تنه حاضر وو.
ټاکل شوې وه چې، د مشرانو جرګې د سه شنبې ورځې په عمومي جلسه کې د نفوذو د ثبت او احوال قانون په اړه بحث وکړي؛ خو د نصاب نه پوره کېدو له امله دغه قانون له تصویبېدو څخه پاتې شو.
په عین حال کې یو شمېر نور سناتوران وايي چې؛ ډيری سناتوران او وکیلان په خپلو شخصي کارونو او انتخاباتي کمپاینونو مصروف دي.
دغه سناتوران وايي، اداری هیات باید غیر حاضرو سناتورانو سره جدي چلند وکړي.
د مشرانو جرګې غړی "حسن هوتک" په دې اړه وايي:
"که چېرې حالت په همدې ډول دوام وکړي؛ نو دا به ټولو ته د اندیښني وړ وي؛ اداري هیات باید د غیر حاضرو سناتورانو نمونه د مطبوعاتو له لارې خلکو ته خپاره کړي."
له دې وړاندې د ولسي جرګې اداري هیات هم د وکیلانو له غیر حاضری څخه انتقاد کړی و.
د ولسي جرګې ادارې پلاوي یو ځلې د هغو وکیلانو نومونه هم خپاره کړل چې؛ ډېره غیر حاضري یې کوله؛ خو لا هم د دوی د غیر حاضري ستونزه په دې جرګې کې هم پر ځای پاتې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdj905.yt05j6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته