دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۱ سنبله ۱۳۹۲ ساعت ۱۵:۱۱
د مطلب کود : 75126
د ننګرهار په نازیانو کې د سرحدي پولیسو او وسله ترمنځ نښته شوې ده
چارواکي وايي، د ننګرهار په نازیانو ولسوالۍ کې د دوو ملکي وګړو په ګډون یوولس تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د ولایت ویاند احمدضياعبدالزي ازادۍ راډیو ته ویلي چې؛ تېره شپه شاوخوا یوه بجه د نازیانو د ژۍ په سرحدي پولیسو پر پوسته وسله والو طالبانو برید وکړ چې؛ وروسته وسله واله نښته رامنځته شوه.
عبدالزی وايي چې، دغې وسله والې نښتې تر دوو ساعتونو پورې دوام وکړ چې؛ په پایله کې شپږ تنه وسله وال وژل شوي او درې تنه نور زخميان شوي دي؛ د عبدالزي په خبره په دې نښته کې د سیمې یو تن ملکي وګړی وژل شوي او بل زخمي دی.
د ولایتي چارواکو د معلوماتو له مخې د تېرې شپې په نښته کې د سرحدي پولیسو یو تن سرتیری هم ټپي شوی دی.
وسله والو طالبانو د یادې پيښې په اړه تر اوسه رسنيو ته څه نه دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciqzay.t1awr26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته