دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ اسد ۱۳۹۱ ساعت ۱۵:۲۲
د مطلب کود : 45679
د بهرنیو چارو وزارت سیاسی مرستیال د پاکستان سفیر سره په کنړ باندی د توپخانی بریدونو په هکله وکتل
 د بهرنیو چارو وزارت سیاسی مرستیال،  جاوید لودین، پرون د خپل کار په دفتر کی د کنړ پر څو کلو د ډیورنډ له کرښی هاخوا څخه د توپخانی بریدونو په هکله په افغانستان کی د پاکستان له سفیر ښاغلی محمد صادق سره وکتل او د افغانستان حکومت جدی اندیښنه یی په دی مورد کی ده ته اظهار کړه. د توپخانی په آخری برید کی چی د چنګاښ د ۲۹ په شپه په کنړ کی پیښ شوه دری نارینه او یوه ښځه شهیدان او شړږ نور ملکی وګړي ټپیان شول.

ښاغلی لودین زیاته کړه چې د افغان کلو په وړاندی د هر راز داسی بریدونو دوام کولای شي د دواړو هیوادونو ترمنځ په دوه اړخیزه اړیکو جدی منفی اغیز واچوي، په ځانګړی ډول په داسی حال کی چی دواړه هیوادونه باید یو د بل ترمنځ د سولی، امنیت او اقتصادی همکاریو پوری اړوند د مهمو همکاریو په پراخه سلسله یو د بل سره نږدی کار وکړي.

دواړو خواوو موافقه وکړه چی په نږدی راتلونکی کی به د جلال آباد په ښارکی د دواړو هیوادونو د لوړپوړو پوځی چارواکو یوه ګډه غونډه جوړه کړي ترڅو دا آخری بریدونه و څیړي، د ډیورنډ د کرښی په اوږدو کی د دواړو هیوادونو د پوځونو ترمنځ همغږي زیاته کړي او داسی لاری چاری و لټوي چی پر افغان کلو باندی د هرراز راتلونکو بریدونو مخه په پوره توګه ونیسی.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci3qa5.t1awy26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته