په کندهار کې امنیتي چارواکي وایي، چې د دریو پاکستاني وګړو په ګډون، چې د ځان وژونکو حملو هڅه یي کوله ۲۱ تنه وسلوال یي نیولې دي.
چارواکي وایي، چې نیول شوېو کسانو غوښتل د شيکاګو د نړېوالې غونډې پرمهال په کندهار ښار کې پر دولتي اهدافو ځان وژونکي او وسلوالې حملې وکړي.
په ورته وخت کې د ارزګان چارواکي وایي، چې تیره ورځ د دغه ولایت د شهیداحساس ولسوالۍ لپاره د طالبانو پوځي مسوول د دوو نور وسلوالو سره وژل شوی.
وسلوالو طالبانو تر اوسه څه نه دی ویلی.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)