دخپریدو نیټه :شنبه ۹ ثور ۱۳۹۱ ساعت ۱۵:۱۳
د مطلب کود : 40844
دعربستان ولس په مظاهروجوړولوسره دخپلوحقوقوپه ترلاسه کول ټينګار کوی
دعربستان د ختیځوولایتونوسیمې په همداوروستیوکې دآل سعودرژیم په ضددپراخو مظاهروډګرونه دي په دې توګه چې اعتراض کونکي دهیوادبې وزلی
دعربستان په الشرقیه ولایت کې په زرګونو ښاریزو پرون یوځل بیادمظاهروپه جوړولوسره دآل سعوددمامورانوپه لاس دوژل شویوکسانو دلارې پر دوام او همداراز خپلو حقوقوته درسیدا لپاره پرخپلو غوښتنو ټینګار وکړ .

په دغو مظاهرو کې چې د آزادۍ او عدالت دائيتلاف په بلنې سره ترسره شوې ، د الدبابیه هدیرې او دهغو قبرونو په لور حرکت وکړ چې دآل سعود رژيم دتالي څټو په لاس شهیدان شوی دی .

دعربستان د ختیځوولایتونوسیمې په همداوروستیوکې دآل سعودرژیم په ضددپراخو مظاهروډګرونه دي په دې توګه چې اعتراض کونکي دهیوادبې وزلی ، بیروزګاري ،اداري فساد او دهیواد دشتمنیو چورتالان دپه عربستان کې دآل سعود کورنۍ دحاکمیت د پړاؤ بریاوې دي .

آل سعود رژیم چې دخلکوپه ځپلواووژلوسره په لټه کې دی په مصرکې دحسني مبارک اوپه لیبیاکې دقذافی اوپه تیونس کې دزین العابدین بن علی په څیردسیمې د نور دیکتاتورانو دبرخلیک په څیر له راتلونکی سره مخامخ نشي ، په عربستان کې د ولسي اعتراضونودغلی کولولپاره له یوه جنایته هم ډډه نه کوي .
همدااوس دعربستان په زرګونوسیاسی فعالان اواعتراض کونکي د آل سعود کورنۍ په توپیري سیاستونو داعتراض او په دغه هیواد کې دسیاسی اصلاحاتو دغوښتنې په سبب په بندونو کې شپې سبا کوي
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchk6nk.23nvkdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته