دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۲۱
د مطلب کود : 288941
د نورستان-کونړ لاره بېرته پرانیستل شوه
د فواید عامې وزارت په نورستان ولایت کې د باران، سېلابونو، ځمکې ښویېدو او واورې ښویېدو له امله تړل شوې د نورستان-کونړ لاره د بیا پرانیستلو خبر ورکوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د فواید عامې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه لاره تر پاکولو وروسته بیرته پرانیستل شوې ده.
 
د فواید عامې وزارت وایي، د نورستان د کامدېش، برګمټال، مندول او دواب ولسوالیو د سړکونو د پاکولو چارې له سیلابونو څخه دوام لري او تر اوسه د دغو ولسوالیو ترانسپورتي لارې نه دي پرانیستل شوې.
 
د يادونې وړ ده، چې د نورستان-کونړ ترانسپورتي لار دوه ورځې وړاندې د اورښتونو او واورو ورېدو له امله د نورستان ولايت په ځينو ولسواليو کې تړل شوې وه.
https://avapress.com/vdchk6niz23n6wd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته