افغان غږ خبری آژانس: د غزې تړانګې د روغتیا وزارت ویلي چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې نیټې څخه د غزې په تړانګه د اسرائیلو د یرغل له امله د شهیدانو شمیر ۳۳۸۹۹ تنو ته رسیدلی او د ټپیانو شمیر ۷۶۶۶۴ تنو ته رسیدلی دی.
د غزې تړانګې د روغتیا وزارت له ټولو اړوندو خواوو څخه غوښتي دي چې له غزې تړانګې څخه د سرطان، مزمنو ناروغانو او د ۱۶ نه تر ۶۵ کلونو پورې د زخمیانو د تګ راتګ لپاره لارې خلاصې کړي تر څو د هغوي ژوند وژغورل شي.