افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بغلان د مرکز پلخمري ښاروال عبداللطیف مظلوم وايي چې دغې ادارې په ۱۴۰۲ کال کې د ۲۰۴ میلیونه افغانیو په لګښت د دغه ولایت په بېلابېلو برخو کې ۲۰ ټولګټې پروژې بشپړې کړې دي.
د باختر آژانس د خبرله مخې: په دغو پروژوکې؛ د مارکېټونو جوړول، د سړکونو کانکریټي کول، تفریحي پارک جوړول او یو شمېر نورې پروژې شاملې دي.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو ورځو کې يو شمېر ادارو رسنيو ته د تېر کال خپلې کړنې اعلان کړې دي.