افغان غږ خبری آژانس: عبراني رسنیو نن چهار شنبه خبر ورکړی، چې د اشغال شوي فلسطین په شمال کې پر یوې ودانۍ د راکټ د لګیدو له امله ۶ صهیونیسټان ټپیان شوي دي. د خپرو شويو راپورونو له مخې، د يوه ټپي روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.
څو دقیقې وړاندې نړیوالو رسنیو راپور ورکړ چې د حزب الله یو توغندی پر (پوځي) موټر لګېدلی دی.
ويل شوي دي چې دصهيونيسټ رژيم دوه چورلکې د پيښې ځاي ته الوتنې کوي.
د تسنیم په وینا، نن د اشغال شوي فلسطین شمال د حزب الله او اسرائیلي پوځیانو تر منځ د سختې جګړې او کړکېچ شاهد دی او دواړو غاړو د یو بل پوستونه سوځولي دي.
پرون دصهیونیسټ رژیم څلور پوځیان دحزب الله په حملې کښې سخت ژوبل شول .