دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۴۵
د مطلب کود : 287975
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت او دوو بنسټونو ترمنځ د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک شو
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د څه باندې دوه میلیونه او ۶۰۰ زره ډالرو په ارزښت د دغه وزارت او دوو بنسټونو ترمنځ د همکارۍ یو تفاهم لیک لاسلیک کړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي چې د دغه وزارت او دوو بنسټونو ترمنځ د څه باندې دوه میلیونه او ۶۰۰ زره ډالرو په ارزښت د همکاریو تړونونه لاسلیک شوي دي.

د يادو هوکړه ليکونو له مخې، دغه پيسې به د پروان، کاپيسا، پنجشېر، لوګر، ميدان وردګ، پکتيا، پکتيکا، خوست، غزني او ننګرهار ولايتونو په مرکز او ولايتونو کې له څه باندې ١٦ زره اړمنو کورنيو سره د بشري مرستو په برخه کې ولګول شي. 
https://avapress.com/vdcd550xkyt0jn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته