دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۲۳
د مطلب کود : 286482
د غزې د جګړې له پیل راهیسې د صهیونیسټ رژیم ۴۷۳ ټانکونه ویجاړ شوي دي
د صهیونیسټ رژیم رسنیو د دغه رژیم د سرچینو په حواله اعلان کړی چې په غزه کښې د ځمکنۍ جګړې له پیله تراوسه د فلسطینی جنګیالیو له خوا ۴۷۳ اسرائیلي ټانکونه ویجاړ شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د القسام کنډکونو پرون یګشنبه د حوت ۶ مه د غزې تړانګې په شمال کې د اسرائیلي رژیم د پوځ د ویجاړولو خبر ورکړ، چې په پایله کې یې یو شمیر اشغالګر عسکر ووژل شول. 
 
په عین حال کښې د فلسطین د مجاهدینو لوا هم اعلان وکړ چې په څو شیبو کښې به له القدس سرایا سره د ګډو عملیاتو یوه ویدیو خپره کړی چې پکښې شپږ صهیونیسټی پوځیان د طیبه برجونو په شاوخوا کښې د خپلو زغره والو ګاډو د ننوتو په وخت کښې د مقاومتی سنائپرانو لخوا په نښه شول. د خان یونس په لویدیځ کې موقعیت لري.
 
د یادولو وړ ده چې په تیرو څلورو میاشتو کښې په غزې د صهیونیسټ رژیم له وحشیانه حملو سره سره بیا هم خپلو ټاکل شویو هدفونو ته نه دی رسیدلی .
https://avapress.com/vdcfcvd00w6dcja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته