دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۲
د مطلب کود : 281899
یونیسف: د غزې د ماشومانو د ژغورلو یوازینۍ لار اوربند دی
د ملګروملتونو د ماشومانو د ساتنې د ادارې (یونیسف) مشر وویل چې په غزه کښې د بمباریو له امله حالات کړکیچن شوی او د ماشومانو شمیر په زرګونو دی.
افغان غږ خبری آژانس: د ملګرو ملتونو دغه چارواکي دا هم ویلي، چې د بمونو له امله رامنځ ته شوې دوړې د تنفسي سیستم د ناروغیو او ګډوډۍ لامل ګرځي. ماشومانو ناپاکې اوبه څښلې او موږ داسې راپورونه ترلاسه کړل چې دوی د سمندر اوبه کاروي.

د تسنیم په وینا، یونیسف ټینګار کړی چې موږ په غزه کې اوربند غواړو ځکه چې دا د ماشومانو د ژغورلو یوازینۍ لار ده.

اسرائیلي جنګي الوتکو نن د خان یونس په ختیځ کې د بني سهیل په ښارګوټي کې د خلکو په کورونو بمباري وکړه.

د غزې تړانګې په جنوب کښې د رفح ښار په لویدیځ کښې د الشهوت کمپ هم نن د نیواکګرو الوتکو لخوا په نښه شو.

د اسرائیلو جنګي الوتکو د غزې تړانګې په مرکز دیر البلاح کې د سلام په کوڅه کې د خلکو په کورونو بمباري کړې ده.

په همدې حال کې په جبالیه کې د وحشتناک جنایت جزئیات؛ د یوه فلسطینی د کور له بمبارولو وروسته د هغه له ۳۶ ماشومانو او لمسیانو سره د ډله ییزې وژنې خبر خپور شو.

د فلسطیني سرچینو د خبر له مخې د اسرائیلو جنګي الوتکو د غزې تړانګې په شمال کښې د جبالیه په کمپ کښې د صلاح الدین په کوڅه کښې په یو کور او یوه کارخانه بمباري وکړه چې په نتیجه کښې یې د یو کور مالک جمال الدین سلیم ابو عطیه ووژل شو. 

په همدې حال کښې دصهیونیسټ رژیم د وحشیانه حملو په نتیجه کښې څه دپاسه ۱۷ زره کسان شهیدان شوی دی چې نیمایی یې ماشومان دی .
https://avapress.com/vdccosqio2bq448.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته