دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۸
د مطلب کود : 279194
په مالیزیا کې میښت افغان اتباعو ته د پاسپورټونو د ورکولو بهیر پیل شو
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې په مالیزیا کې مېشتو افغانانو ته یې د پاسپورټونو د چاپ او وېش لړۍ پیل کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد په ایکس کې یو اعلامیه خپور کړی او لیکلي یې دي چې دغه بهیر په مالیزیا کې د افغانستان په سفارت کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شو.
 
د دغې اعلامیې له مخې په مالیزیا کې د اسلامي امارت د سفارت مشر نقیب الله احمدي په هغه هیواد کې میشتو افغانانو ته ویلي چې دغه سفارت به په شفافه او چټکه توګه قونسلګري خدمات وړاندې کړي.
 
هغه زیاته کړه چې د دغه سفارت ټول کارکوونکي د اسلامي امارت په استازیتوب او په همغږۍ کې خپلې رسمي دندې ترسره کوي.
 
د يادونې وړ ده، چې له دې وړاندې اسلامي امارت په پاکستان، ايران او ترکيه کې په خپلو سفارتونو کې د هېواد اتباعو ته د پاسپورټونو د وېش لړۍ پيل کړې وه.
 
https://avapress.com/vdchwwnik23nqzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته