دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۶ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۱۳
د مطلب کود : 263886
جاپان له افغانستان سره د روغتيايي خدمتونو د پياوړتيا لپاره له يو ميليون ډالرو څخه زياته مرسته کوي
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په هلمند کې د روغتيايي خدمتونو د پياوړتيا لپاره د يو ميليون درې سوه زره ډالرو مرسته اعلان کړه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق نن دوشنبه (جدی ۲۶) په هلمند کې د روغتیایی خدمتونو د پیاوړتیا لپاره له جاپان سره د یو میلیون درې سوه زره ډالرو مرسته اعلان کړه.
 
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق دفتر ویلي: جاپان به له ننګونو سره د مقابلې او روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا په موخه د ملګرو ملتونو د نفوسو له وجهي صندوق سره یو میلیون درې سوه زره امریکايي ډالره مرسته وکړي.
 
د جاپان له خوا دغه مرسته به په هلمند ولايت کې په شلو روغتيايي مرکزونو کې د روغتيايي خدمتونو د پياوړتيا لپاره ولګول شي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې د سړې هوا د نوې څپې له پیلېدو سره زرګونه افغانان روغتونونو ته تللي دي.
 
https://avapress.com/vdcivparqt1aqv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته