دخپریدو نیټه :شنبه ۳ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۳۱
د مطلب کود : 262783
په باميان کې د نشه يي توکو يوه کارخانه کشف شوه
د بامیان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدیریت د بامیانو مرکز ته څېرمه د شبارتو په سیمه کې د نشه يي توکو د پروسس یوه فابریکه کشف کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د بامیان ولایت د امنیې قوماندانۍ د رسنیو دفتر د جمعې په ورځ وویل چې د دې قضيې په تړاو یو تن نیول شوی او یو شمېر کیمیاوي مواد نیول شوي دي.
 
په يو بل خبر کې چې د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د رسنيو له دفتره خپره شوې راغلي، چې د باميان ولايت د کهمرد ولسوالۍ په "کولهچ" سيمه کې شاوخوا نيم جريبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوې ده.
 
بامیان ولایت یو له هغو ولایتونو څخه دی چې په وروستیو کلونو کې د کوکنارو له کښت څخه د پاک ولایت په توګه پیژندل شوی دی، خو په تېر يوه کال کې د دغه ولايت ځينې برخې د نشه يي توکو د کرکيلې شاهدې دي او دا دويم ځل دى چې په دغه ولايت کې د نشه يي توکو د پروسس يوه فابريکه کشف او نيول کېږي.
 
https://avapress.com/vdcdjx0xsyt0956.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته