دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۱۸
د مطلب کود : 197887
مسعود اندرابي: د افغان ځواکونو مرګ ژوبله ۱۰ سلنه کمه شوې
د کورنیو چارو وزارت سرپرست، مسعود اندرابي ویلي سږ کال د تیر کال په پرتله د افغان ځواکونو په مرګ ژوبله کې ۱۰ سلنه کموالی راغلی دی.

ښاغلي اندرابي چې نن پنجشنبې یې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې وویل، له دې سره سره چې د تېر کال په پرتله طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی، خو سږکال د افغان امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله د تېر کال په پرتله لس سلنه کموالی ښیي.
هغه زیاته کړه چې افغان امنیتي ځواکونه په پوره همغږۍ توانیدلي چې سږکال ۲۶ سلنه عملیات پر مخ یوسي او له وسله والو مخالفینو څخه نهه ولسوالۍ ونیسي.
د نوموړي په خبره د طالبانو د الفتح په نامه عملیات یې له ماتې سره مخ کړي دي.
اندرابي داخبرې وروسته تر هغه کوي چې ولسمشر غني څه موده وړاندې ویلي وو چې له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسي تر اوسه تر ۴۵ زرو ډېر امنیتي ځواکونه له وسله والو سره په نښتو کې وژل شوي د
 
سرچينه : تلویزیون یک
https://avapress.com/vdcfcedyew6d1ca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته