دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۰۸
د مطلب کود : 172951
کندز ولایت کې ۲۰ تنه وسله وال وژل شوی
چارواکی وایی، د قندوز لپاره د وسله والو طالبانو مسوول او مهم قوماندان له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوی دی.

د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو نن ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته د قندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
سرچینی زیاتوی، چې په یاد جګړه کې د قندوز له پاره د طالبانو مسوول ملا منصور او د دوی یو بل مهم قوماندان ملا یاسین وحدت له خپلو ۲۰ ملګرو سره یو ځای وژل شوي دي.
په خبرپاڼه راغلی دی، ملا منصور او ملا یاسین وحدت د وسله والو طالبانو له خورا مهمو کسانو څخه و، چې په قندوز کې یې په ګڼو ترهګریزو بریدونو او تخریبي فعالیتونو کې لاس درلود.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه تصبره نه دی کړی.
https://avapress.com/vdcamun6649n0o1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته