دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۱ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۰
د مطلب کود : 165692
د غزنی څو ولسوالیو او مرکز باندی د طالبانو ۹ بریدونو مخه ونیول شوه
غزنی سیمه ایز چارواکې خبر ورکوی چی د طالبانو نږدی ۹ بریدونه د غزنی مرکز او ولسوالیو باندی مهار شوی دی.
 

عارف نوری؛ د غزنی والی ویناد د افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره په تلفنی اړیکه کې وویل چی طالبان د سه شنبه ماښام د زنه خان، مقر، اندر، ګیلان او غزنی نورو مرکزی سیمو کې امنیتی پوستې تر برید لاندی راغلی وو چی ټول بریدونه یی د امنیتی ځواکونو مقاومت په دلیل شاته وتمبول شو او طالبانو ته سخت مرګژوبله واوښته.
هغه وویل چی تراوسه د طالبانو تلفاتو څخه دقیق معلومات په لاس کې نشته.
نوری زیاته کړه چی ددی بریدونو په ترڅ کې یو سرتیری ټپی شوی او نور امنیتی ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
همدارنګه غزنی والی ویاند وویل چی د اندر په ولسوالی کې د هوایی برید په ترڅ کې ۴ تنه طالبان وژل شوی او ۳ تنه نور ټپیان شوی دی.
 
https://avapress.com/vdceon8zwjh8ppi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته