دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۵۳
د مطلب کود : 140246
اروپایي اتحادیه له حکمتیار سره د سولې هوکړه لیک تمویلوي
د اروپا اتحادیه د حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د حکومت د سولې هوکړه لیک د ملاتړ لپاره د میلیونونو امریکایي دالرو د تمویل پر وړاندیز کار کوي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، وال ستریت ژورنال په ډاګه کړې؛ دغه اتحادیه هیله منه ده، چې په افغانستان کې به یو شمېر نور جنګیالي هم د ورته هوکړې له مخې سولې ته وهڅوي.
د افغانستان په چارو کې د اروپایي اتحاديې ستر استازی فرانز مایکل میلبین وایي، چې له حزب سره د سولې هوکړه لیک د پلي کولو لپاره به د افغان حکومت د غوښتل شوې مرستې پر وړاندیز هم بشپړ غور وشي.
وال ستریت ژورنال په دې اړه د وروستي دیپلوماتیک کانفرانس له مخې څرګنده کړې، چې دغه بهیر ته د اروپایي اتحادیې د مرستې لومړنۍ ژمنه د دوه څخه تر پېنځه میلیون امریکایي دالرو پورې ده.
حزب اسلامي څه نا څه ۵ میاشتې وړاندې له حکومت سره د سولې هوکړه لاسلیک کړه او د افغانستان حکومت هم د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه پر ده د بندیزونو د لیرې کولو رسمي غوښتنه وکړه.
دغې شورا هم د روان کال په فبرورۍ کې د بندیزونو له نوملړه د حمتیار نوم لیرې کړ؛ خو تر دې دمه د امریکا لخوا حکمتیار د یو نړیوال تروریست په توګه پېژندل کیږي.
له حکومت سره د حزب اسلامي د هوکړې د یوې مادې له مخې حکومت اړ دی، چې حزب او حکمتیار ته بشپړې آسانتیاوې رامنځته کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ولسمشر د دفتر سرپرست ویاند تېره ورځ له حزب سره د هوکړې په ټپه ولاړحالت مات کړ او په ډاګه یې کړه، چې له ګلبدین حکمتیار سره د سولې ټول مواد به په راتلونکیو پېنځلس ورځو کې پلي کړي؛ خو له حزب څخه هم غواړي، چې کابل ته د خبل رهبر د راتګ مهالوېش اعلان کړي.
د حکمتیار په مشرتابه د حزب اسلامي د رهبرۍ غړیو تر دې دمه د ولسمشرد دفترد څرګندونې په اړه څه نه دي ویلي.
https://avapress.com/vdcc0xqse2bq0i8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته