دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ دلو ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۰۹
د مطلب کود : 106856
دبحرین دوفاق ګوند عمومي منشي داعتراضونو د دوام غوښتنه وکړه
دبحرین دوفاق ګوند عمومي منشي دال خلیفه رژیم پرضد د صلح ایزو اعتراضونو د دوام غوښتنه وکړه .
العالم ټيلي ویژن راپور ورکړ دبحرین دوفاق ګوند عمومي منشي شیخ علي سلمان پرون له زندان څخه خلکو ته په یوه(۱)پیغام کښې وویل خپل غورځنګ ته دوام ورکړئ او هماغه راز صلح ایزاقدامات تعقیب کړئ .
دبحرین دترټولو سترسیاسي ګوند وفاق عمومي منشي دغه راز ددغه هیواد د خلکو دپاڅون په څلورمې (۴)کلیزې کښې د اعتراضیه غورځنګ ددوام او سرشیندونو په خاطر دخلکو مننه وکړه .
دبحرین ال خلیفه دیکتاتور رژیم ددسمبر په ۲۸ نیټه د وفاق ګوند عمومي منشي شیخ علي سلمان نیولی چې دغه چارې د خلکو غصه نوره پسې زیاته کړي ده .
دبحرین دخلک د دیکتاتور حکومت دختمیدا او دازادوانتخاباتو له لارې دیوه (۱)خپلواکه حکومت دجوړیدا غوښتنه کوي .
سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او اردن بحرین ته دعسکرو په استولوسره ددغه هیواددخلکو په ځپلو کښې نیغ په نیغه لاس لري .
دغه راز امریکا او انګلستان هم دبحرین له دیکتاتور رژیم سره مرسته کوي چې دغه رژیم هماغه راز په قدرت کښې پاتې وي .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcbs0b80rhbgwp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته