دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ جدی ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۳۸
د مطلب کود : 105259
د هرات اتو ولسوالیو ته د آزاد رقابت له لاري نوي ولسوالان ګومارل کېږي

 افغانستان اسلامي جمهوري دولت د جلالتمآب جمهور رییس په حکم، له دندو څخه د هرات ولایت د اتو ولسوالیو سرپرست ولسوالان تر ګوښه کیدو وروسته، دنویو ولسوالانو د ګومارنې لپاره د ازادې سیالۍ پروسه په نژدې راتلونکې کې پیلېږي. په دې ولسوالیو کې انجیل، غوریان، شینډنډ، کهسان، ادرسکن، ګلران، اوبه او کرخ شاملې دي.
 د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې سرپرست متین بېک وایي، چې ټول په شرایطو برابر خلک کولای شي، چې د ازادې سیالۍ په دې پروسه کې برخه واخلي.
نوموړی زیاتوي، چې د نویو ولسوالانو د ګومارلو چار به ډېر ترسره شي: ((د هرات ولایت اوسیدونکي دې ډاډه وي، چې د نویو ولسوالانو د ګومارنې چار به بې له کوم ځنډ او خنډه پرمخ لاړه شي او ډېر ژر به د هرات ولایت اته ولسوالۍ، نوي ولسوالان ولري.))
یاد بدلونونه د خلکو د غوښتنې پر اساس د جمهور رییس په ځانګړي حکم ترسره شوي او د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه باور لري، چې په اړوندو ولسوالیو کې به د خدماتو د عرضې د بهیر او د خلکو او حکومت د رابطې له لاښه والي سره مرسته وکړي.
د سیمه ییزو اورګانونو اداره له ټولو پر شرایطو برابرو خلکو غوښتنه کوي، چې د ازاد رقابت د ازموینې فورمې په کابل کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له کمیسیون او په هرات کې د یاد کمیسیون له ساحوي دفتر ترلاسه او په دې سیالۍ کې ګډون وکړي. د فورمې د اخیستو وخت د مرغومي میاشتې تر یویشتمې نېټې پورې دی.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchmmnzw23nvid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته