رئیس جمهور غنی طی سخنانی در محفل گرامیداشت صدمین سالگرد دوستی افغانستان و آلمان، گفت: در چهارده سال گذشته، کمک های همه جانبه آلمان موجب تغییرات مثبتی در زندگی مردم ما بوده است.
به گزارش خبرگزاری آوا، مشروح سخنان رئیس جمهور غنی که به دو زبان فارسی و پشتو ایراد شد، به شرح ذیل می باشد.
بسم الله الرحمن الرحیم
جلاالتمآب داکتر صاحب عبدالله عبدالله، اعضای کابینه، جناب مسلمیار صاحب، احمدزی صاحب، ایزد یار صاحب، خواهران و برادران، جناب شتاین مایر، جناب سفیر صاحب آلمان و همه دوستان صبح شما بخیر!
د جرمني د دوست هیواد خارجه وزیر محترم فرانک والتر شتاین مایر، قدرمنو میرمنو او ښاغلو!
ویاړم چې د افغانستان او المان د دوستي سلمه کالیزه لمانځل کیږي.
د افغان، جرمني سل کلنه رابطه د دوو ملتونو تر منځ د دوستي او همکاري یوه ډیره ښه نمونه ده.
سل کاله پخوا د ۱۹۱۵ کال په سپتمبر کې د Oskar Niedermayer یو مشهور آلمانی جنرال او پروفیسورپه مشري یو جرمنی هیات کابل ته راغی چې امیر حبیب الله خان د محور دولتونو ملګرتیا ته دعوت کړي، خو امیر حبیب الله خان د محور دولتونو په څنګ کې ونه درید. که څه هم جرمني هیات خپل لنډ مهاله مقصد ته ونه رسید، مګر وروسته چې د هیات مشر د افغانستان په باره کې خپل تحقیقات په جرمني کې خپاره کړل، د دواړو ملتونو تر منځ د منځمهالې او اوږدمهالې دوستي زمینه برابره شوه.
کله چې په ۱۹۲۰ کال کې د افغانستان او جرمني تر منځ رسمي مناسبات پیل شول، د هر اړخیزو همکاریو بنیاد کیښودل شو. د شاه امان الله خان په وخت کې جرمني په افغانستان کې د ځينو مهمو پروژو په برخه کې همکاري وکړه. د دارالامان د قصر او ویلاګانو د نقشو برابرول او جوړول، له دارالامان څخه تر پُل ارتل پورې د سړک اعمار او په ډیره لږه موده کې په ساختماني برخه کې د شپږ سوه تنو افغان تخنیکرانو روزل د جرمني د هغه وخت د همکاري نمونې دي. د جرمني د تخنیکي همکاریو د هیات د مشر نوم اوس هم د عامو افغانانو په حافظو کې ژوندی دی او د کابل یو مشهور پُل د هارتل په نوم یادیږی. دغه هیات له افغانستان سره د تخنیکي همکاریو یو بهترین مثال و. دوی له دارالامان څخه تر پُل ارتله پورې د ریل کرښه هم وایستله.
دوی د دارالامان قصر د جرمني د امپراطور لوی فردریک د هغې ماڼۍ په نقشه جوړ کړ چې د جرمني په کیل ښار کې ودانه ده. زما لور مریم غني د دغو دواړو قصرونو یو مستند فلم جوړ کړی دی او زه به یی محترم وزیر صیب خارجه ته وراندی کوم. د لوی فردریک ماڼۍ څو ځله ړنګه شوې او بیا ودانه شوې ده. دارالامان هم مشابه سرنوشت لرلای دی چې امید دی د لوی فردریک د ماڼۍ غوندې یو ځل بیا ورغیږي او ودان شي او د افغانستان د پایتخت مرکزی ټکی وګرځی.
جرمني ته د شاه امان الله له سفره وروسته، جرمني حکومت د افغانستان د ریل د سرتاسري شبکې د اعمار پروژه هم پیل کړه چې متاسفانه د امان الله خان د سلطنت د سقوط په علت عملي نه شوه.
در زمان اعلیحضرت نادر شاه و بعد از آن، روابط افغانستان و جرمنی وارد مرحله جدیدی گردید، که عمدتاً دو بخش مشخص داشت، یکی نظامی و دیگری اقتصادی. در بخش نظامی، اولین کورس عالی افسری با آموزگاری افسران جرمنی آغاز یافت. در بخش اقتصادی، عبد المجید خان زابلی که تجربه قرن نزدهم آلمان را می پسندید، ایده های متفکر جرمنی فریدریک لیست را به شکل بنیادی و با کمک انجینران آلمانی به کار گرفت، مانند پروژه های زیربنایی برق و نساجی و نیز تاسیس بانک ملی که به دست او جامه عمل پوشید. در همین دوره بود که سکتور خصوصی افغانستان با حمایت دولت به مهمترین پیشرفت ها در تاریخ خود رسید، چه در عرصه صنعتی و چه در عرصه زراعتی.
از مهمترین بخش هایی که نقش آلمان را در افغانستان برجسته می سازد، توجه آن کشور به سرمایۀ بشری بوده و است، و در این راستا می توان از غلام محمد فرهاد اولین شاروال انتخابی کابل و داکتر محمد یوسف اولین صدر اعظم دهه دموکراسی دوره شاهی، به عنوان نمونه یاد کرد. همین توجه به نیروی انسانی است که فرصت را فراهم کرده است تا از میان زیاده از یکصد هزار مهاجر افغان که امروزه در آن کشور اقامت دارند، شمار چشمگیری از آنان موفق به تعلیم و تحصیلات عالی شده اند، که امید است در ابادانی افغانستان سهم قابل توجهی بګیرند.
د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه په وخت کې درې لویو جرمني کمپنیو د افغانستان په صنعتي وده کې لویه برخه واخیسته. زمینس کمپنۍ د سروبي د برق بند ودان کړ. هوختس په افغانستان کې د دوا د صنعت بنیاد کیښود او هوختیف د خښتو د تولید په برخه کې همکاري وکړه. د پکتیا د ځنګلونو پروژه د محمد ظاهر شاه په وخت کې د جرمني د همکاریو یو بل مثال دی.
در چهارده سال اخیر، آلمان میزبان سه کنفرانس مهم بوده است، یکی کنفرانس تاریخی بن که شالودۀ نظام کنونی افغانستان در آن بنیان گذاری شد، و آلمان علاوه بر میزبانی، در ایجاد آیسف و کمک های همه جانبه به افغانستان نقش پیشتاز را ایفا کرده است. به علاوه این کمک ها، آلمان در شمال افغانستان به طور خاص مسئولیت و رهبری پروگرام های امنیتی و اقتصادی را به عهده داشته است و ما از آن تشکری میکنیم.
دوم، کنفرانس برلین که در اول اپریل سال ۲۰۰۴ میلادی برگزار گردید و جامعه بین المللی با نقش کلیدی آلمان متعهد شد که مبلغ ۸.۲ ملیارد دالر را در یک محدوده زمانی سه ساله به افغانستان بپردازد و ۲۶ ملیارد را برای هشت سال به عهده بگیرد.
سوم، کنفرانسی که در سال ۲۰۱۳ در بن دایر شد و بنام بن دوم شناخته می شود، و در آنجا طرح دهۀ تحول با کمک آلمان مورد استقبال جامعۀ جهانی قرار گرفت و تعهدات جدیدی به انجام رسید. در تمام این چهارده سال، کمک های همه جانبه آلمان موجب تغییرات مثبتی در زندگی مردم ما بوده است و به نمایندگی از ملت و دولت افغانستان از ملت و دولت آلمان ابراز امتنان میکنم.
با تکیه به دوستی صد ساله میان دو کشور، و گذاشته شدن تهداب مستحکم چهارده ساله و خصوصا تعهد قاطع خانم میرکل در سفر ماه دسامبر گذشته ام به آلمان که همراه جناب داکتر صاحب عبدالله بود، مبنی بر حمایت از افغانستان در دهۀ تحول، اطمینان دارم که روابط ما بیش از گذشته عمیق، وسیع و استوار می گردد.
پيوند افغان جرمني پاينده و جاويدان باد!