دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۵۴
د مطلب کود : 126695
لغمان:دوه طالب ټپيان سیند لاهو کړي
د لغمان د ملي امنیت ځواکونو د یو ځانګړي کمین په ترڅ کې د مخالفو وسلوالو د یو مشهور قوماندان صبور د ډلې دوه تنه غړي وژل شوي او دوه تنه یې په زخمي حالت کې سیند وړي دي.
د لغمان د ملي امنیت ځواکونو د یو ځانګړي کمین په ترڅ کې د مخالفو وسلوالو د یو مشهور قوماندان صبور د ډلې دوه تنه غړي وژل شوي او دوه تنه یې په زخمي حالت کې سیند وړي دي.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک وایي، د ملي امنیت د چټک غبرګون د ځانګړې قطعې په یو کمین کې چې تېره شپه د د یوې نیمې بجې په شا و خوا کې یې د قرغیو ولسوالۍ اړوند د کابل جلال اباد په لویه لاره د شهیدانو پل په ساحه کې تر سره کړی د مخالفو وسلوالو د یو مشهور قوماندان صبور د یو لس کسیز ګروپ دوه تنه غړي هر یو سرور ولد عالم شېر چې په لوګري مشهور دی او الله ګل په کې وژل شوي دي او دوه تنه نور یې په زخمي حالت کې سیند وړي چې تر دې دمه یې جسدونه نه دي موندل شوي.
د سرچینې له مخې پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې له یادې سیمې د مخالفینو یو یوولس کسیز ګروپ د تېرېدو په حال کې و چې د ملي امنیت د چټک غبرګون د ځانګړې قطعې له لوري ورته له وړاندې د یو راپور پر اساس کمین نیول شوی و، چې د دواړو لورو تر منځ د نښتې په ترڅ کې د مخالفینو یو تن ووژل شوی، دوه تنه یې په زخمي حالت کې سیند وړي او پاتې نور یې لادرکه دي، د نښتې پر مهال افغان ملي اردو او پولیس هم د مرستې لپاره سیمې ته ورغلي دي.
ځواک زیاتوي، د یاد قوماندان دغه ترهګره ډله چې په یاده سیمه کې د ماینونو په ځای پر ځای کولو او نورو تروریستي کړنو لاس کې لري د افغان امنیتي ځواکونو له خوا تر څار لاندې ده.
د یادونې ده چې په دغه نښته کې افغان امنیتي ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
https://avapress.com/vdceop8znjh8wpi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته