دخپریدو نیټه :جمعه ۲۸ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۵۲
د مطلب کود : 133929
ولی دونالد ترامپ بریالی سو؟
به دی سره چی د دونالد ترامپ د بریالی کیدو څخه یوه اونی تیریږی، خو ډیر امریکایان تر اوسه ددی بریالی توب په شک کی ورځی تیروی او د ځان څخه پوښتنه کوی چی ترامپ څنګه بریالی توب ته ورسید؟

د دریمی نړی لپاره بالخصوص هغه کسانو ته چی د امریکا ټولنه او سیاسی سیستم په سمه توګه نه پیږنی. د ترامپ بریالی توب یو نامعلومه خبره نه ده؛ خو هغه کسان چی د امریکا ټولنه په سمه توګه پیږنی، د هغه ټولنی د تیر وختونو سره آشنایی لری او د امریکا د پایه ګزارو نارینه وو او ښځو څخه خبر لری او یا د امریکا د خبرو څخه په سمه توګه پوهه لری، د ترامپ بریالی توب داسی یو مریضی بولی چی په سالم بدن کی په ناببره توګه شکاره سوی وی. 
ددی لپاره چی د ترامپ د بریالی کیدو اصلی لامل موږ ته د فهم وړ سی باید د یو ایرانی فیلسوف او محقق څخه یادونه وکړو چی د امریکا په ګاونډیتوب کی ژوند کوی، د امریکا تحولات تر نظر لاندی لری او دا چی په یو مدارانه اخلاق سره د امریکا انتخاباتو ته او د ترامپ بریالی کیدوته کتلی دی. 
دا عالم وایی: څو شپی مخکی د ۱۰:۳۰ بجو په شاوخوا کی، د تورنتو د پوهنتون څخه د کور لوری ته د بیرته ګرځیدو په حال کی، یو د محصلینو یو لوی جمعیت می ولیدل چی د پوهنتون په یو لوی سالن کی سره راټول سوی وو او دا چی د فوتبال یو مسابقه یی کتله، په دقت سره د انتخاباتو نتیجه د تلویزیون پر صفحه باندی کتله. هغه وخت چی د کلینتون د الکترال رایی پورته تللی نور خوشحالی به یی کوله، او هغه وخت چی د ترامپ رایی پورته تللی نو، څیری به یی تغیر کولی. په نهایت کی، هغه وخت چی د ترامپ بریالی توب قطعی سوی وو، د محصلینو اوشکی بهیدلی چی زما توجه یی جلب کړل. یو محصل چی د ژړا په حال کی وو، ویله: په آخر کی د امریکا خلګ څنګه داسی شخص ته رایه ورکړه چی په شکاره ډول سره نژاد پرسته دی او جنسیتی تبعیض لری او د مسلمانانو په وړاندی تریخ خبری کړی دی؟
دا ایرانی عالم هغه څه چی ترڅیړنی لاندی نیولی دی یو سیاسی منفعت جویانه خبری د دموکراسی لوی مدعی د انتخاباتو په وړاندی نه دی او مخکی تر دی چی ترامپ وڅیړی د امریکا ټولنی ګرایش ته د ترامپ شخص ته نظر درلودلی دی. 
د انتخاباتو هر نامزد که بریالی توب ته ورسیږی که نه، هغه انتخاباتی شعارونه چی ارایه کوی په واقعیت کی د هغه د شخصیت شکاره کوونکی دی. هغه خبری چی ترامپ د انتخاباتو په مبارزاتو کی ارایه کړل، هغه ډیر شکاره کړل او همدا شناخت دی چی داسی څیړنو لاندی نیول کیږی. 
دا ایرانی څیړونکی اضافه کوی: لومړی تاملات د انتخاباتو په اخیر کی، د امریکا د ملت دوه ځای والی په شکاره ډول سره شکاره کوی: هغه ټولنه چی تحصیل کړی دی او فرهیخته او فرهنګی دی او د حقوق او مدارا او مدنی ټولنی او داسی نورو باندی عمیقآ باور لری او هغه ته احترام کوی. په مقابل کی، هغه ټولنه چی د مشکلاتو او اقتصادی ګرفتاریو او جدی معیشتو په سبب، همداسی د امریکایی نژاد نوم او هویت، خپل ایده ال امریکا د ترامپ په خبرو کی څیړلی دی او نیولی دی. 
دا عالم اضافه کوی: د امریکا د ټولنی د توجه وړ اقبال ترامپ ته کولای سو د ( مخته لویدلی بد ) یا ( د شر ابتذال ) د هانا آرنت، د شلمی پیړی سیاسی فیلسوف تبیین کړی. 
هغه په خپل یو اثر کی د ( آیشمن په اورشلیم کی ) چی د خپلو مشاهداتو په اساس د آدولف آیشمن د محکمی څخه په اورشلیم کی لیکلی وو، توضیح ورکوی چی هغه وخت چی تفرد محاق ته ځی او فکر او تعقل رخصت کیږی، ځینی عجیب او غریب کارونه چی په لومړی سر کی ناممکن په نظر کیږی، امکان پذیر کیږی او بدی په یو مخته لویدلی او مبتذل شی بدلیږی او صورت نیسی. د تعقل په رخصتیدو سره او په خودآیینی سره، عرفی اخلاقی شاهدونه هم محاق ته ځی او د کاره لویږی؛ هغه کار چی کولای سو دهغه څخه د ( اخلاقی حساسیت زدایی ) په نامه تعبیر وکړو. 
بنا پردی هغه څه چی د ترامپ د بریالی کیدو لامل سو نه دهغه د اقتصادی برنامی او نه هم د هغه شخصیت وو، بلکه حساسیتونه دی چی د امریکا په ټولنه کی رامنځته سوی وو چی ترامپ هغه حساسیتونه راوپاروله. 
بنا پردی کولای سو چی ووایو: د ترامپ بریالی توب اصلی لامل د امریکا په ریاست جمهوری کی د امریکا د اخلاقی عناصرو څخه دی. 
ځینی ګزارشونه د ځینو رسنیو څخه منتشر سوی دی ددی شاهد دی چی د ترامپ د بریالی کیدو وروسته، پر مسلمانانو باندی فشار ډیر سو. ناظران او پوهان په دی باور دی چی که د روند همداسی ادامه پیدا کړی په سپین کاخ کی د ترامپ د کښینستو وروسته امکان لری چی غیری قانونی مهاجرین په هیواد کی هم  آزار او اذیت سی او یا د امریکا څخه خارج سی، همدارنګه رنګین پوستان هم د ډیرو مشکلاتو سره به مخ سی. 
په دی صورت کی د امریکا د بد اخلاقیانی په شکاره ډول سره واضح سی او ترامپ به تر دی هم خپل ځان شکاره کړی. هغه ټولنه چی په تسامح معروف وو په تدریج سره اخلاقی مشکلات او ناهم پذیری تجربه کړی. 
 نو دهمدی لپاره چی دترامپ د بریالی کیدو علت واضح کړو باید دا تعبیر په پام کی ونیسو چی ترامپ په حقیقت کی یو مخته لویدلی بدی دی. بل تعبیر چی کولای سو د هغه څخه واخلو ( د امریکا په ټولنه کی د بدی ) منځته راتلل دی.

https://avapress.com/vdcci1qso2bq1o8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته