دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ جوزا ۱۳۹۲ ساعت ۱۹:۵۷
د مطلب کود : 66682
ولسي جرګې په غوڅ اکثریت په تذکره کې د قوم له ذکرولو سره مخالفت وکړ
تاند -  د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د امنیتي چارو مشاور مګنس فورسبرګ د اسلام په مقدس دین مشرف شو. 
د اسلام له قبلولو وروسته هغه ځان ته نوی اسلامي نوم محمد انس غوره کړ.
هغه تیره شپه د کابل په وزیر محمد اکبر خان جامع جومات کی د پروفیسور ډاکټر محمد آیاز په لاس مسلمان شو.
نن دفتر ته په رارسیدلو زیات شمیر کارکوونکو له ګلونو سره د هغه هرکلی وکړ او د الله اکبر په نعرو یې هغه خپلې کوټې ته بدرګه کړ.
هېره دې نه وي چې محمد انس یا پخواني مګس فورسبرګ له سویډن کمېټې سره له تیرو څو کلونو راپه دې خوا دنده اجرا کوي او څه موده یې له سویډني ځواکونو سره په بلخ ولایت کې دنده لرله.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf0vdv.w6dvcaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته