دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ سنبله ۱۳۹۱ ساعت ۱۸:۰۶
د مطلب کود : 47911
په ارزګان کې د استرالیايي ځواکونو خپلسري عملیات د افغانستان او ناټو تر منځ له لاسلیک شوې تفاهمنامې څخه سرغړونه ده
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د ارزګان په ولایت کې د استرالیایي ځواکونو هغه خپل سري عملیات په کلکه وغندل چې له امله یې ۷۰ کلن حاجي رازمحمد او د هغه زوی ۳۰ کلن عبدالجلیل په شهادت ورسېدل.

د ارزګان د والي او امنیه قوماندان د معلوماتو له مخې په ارزګان ولایت کې مېشتو استرالیایي ځواکونو تېره شپه ددغه ولایت د ولایتي چارواکو له مشورې او اجازې پرته د ترین کوټ ښار اړوند په صوله سیمه کې عملیات وکړل چې له امله یې حاجي رازمحمد او د هغه زوی شهیدان او ۹تنه اوسیدونکي یې له ځان سره بوتلل.

حامد کرزي ددغه پېښې په خبرېدو سره فوراً د ارزګان د والي او امنیه قوماندان سره یې ټیلیفوني خبرې وکړې او ددغه پېښې د څرنګوالي په اړه یې ورڅخه معلومات وغوښتل.

جمهور رئیس د استرالیایي ځواکونو خپل سري عملیات د افغانستان او ناټو تر منځ له لاسلیک شوې تفاهمنامې څخه سرغړونه وبلله او هغه یې په کلکو ټکو وغندل.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي اړوند چارواکو ته لارښوونه وکړه چې دغه پېښه په هر اړخیز ډول وڅېړي ترڅو د افغانستان حکومت ددغې سرغړونې او تخلف په اړه خپل دریځ وروسته روښانه کړي.

تر پېښې ورسته د ارزګان والي او امنیې قوماندان د پېښې زیانمنو شویو خلکو ته عاجلې مرستې ورسولې او لازم اقدمات یې ترسره کړل.

همدا راز د جمهور رئیس له هدایت سره سم د ارزګان والي امیر محمد اخندزاده له پېښې وروسته د افغانستان له مظلومو خلکو څخه د دفاع په خاطر هغه ۹تنه چې استرالیایي ځواکونو له ځان سره بېولي وو، بېرته آزاد کړل.

د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي د ارزګان د والي او امنیه قوماندان عاجل او پر وخت اقدامات او خلکو ته رسیده ګي وستایله
سرچينه : د صدای افغان خبری اژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjvhex.uqeavz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته