د خوست ولایت اسماعیل خیلو ولسوالۍ ته نږدې نن سهار د پولیسو په یوه موټر د ماین چاودنه وشوه.
د خوست امنیتي مسولینو هم دغه پیښه تایید کړه، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه ونه ویل.
خو د خوست د ملکي روغتون مشر مجید منګل ازادۍ راډیو ته وویل، چې تر اوسه ورته له دغې پیښې څخه درې تنه ټپيان وروړل شوي چې پولیسان دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دې پیښې مسولیت منلی او ادعا یې کړې چې په دې چاودنه کې یې اوه تنه پولیسان وژلي دي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)