افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر په ایکس پاڼه کې لیکلي چې د رئیس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په اروپا کې د مېشتو افغانانو له استازو سره وکتل.
مولوي عبدالسلام حنفي دوی ته ښه راغلاست ووایه او ویې ویل چې د امنیت تامین، د اقتصادي ثبات ټینګښت او د هیوادوالو لپاره د لازمو اسانتیاوو برابرول د اسلامي امارت له دندو څخه دي او په دې برخه کې به له هیڅ راز هلو ځلو څخه ډډه ونه کړي.
د لومړي وزیر مرستیال څرګنده کړه، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او د اسلامي امارت مسؤلین د اداري فساد د ختمولو او ټولو هېوادوالو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دي.
هغه له ټولو افغان کدرونو او کارپوهانو څخه چې په بهر کې میشت دي وغوښتل چې خپل هیواد ته راستانه شي او د هغې په پرمختګ کې برخه واخلي.
له بلې خوا په بهر کې د میشتو افغانانو استازو په افغانستان کې د امنیت د تامین، د اداري فساد په ختمیدو، د نشه یي توکو په مخنیوي، د لویو پرمختیايي پروژو په تطبیق او نورو برخو کې د اسلامي امارت له لاسته راوړنو څخه خوښي څرګنده کړه.
دوی زیاته کړه، چې په هېواد کې د اسلامي امارت له واکمنۍ سره په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ډېر فرصتونه رامنځته شوي او ټول هېوادوال د ژوند او مالي امنیت څخه برخمن دي.
يادو کسانو او استازو د پوهنې، روغتيا د کيفيت او کميت د پياوړتيا او پراختيا، په څانګو کې د لا زياتو مسلکي او متخصصينو د ګومارلو او له شته اقتصادي ظرفيتونو څخه په استفادې د اسلامي امارت د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.