دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۰۷
د مطلب کود : 285077
نړۍ ته د کابل غونډې د پیغام په اړه د کاظمي قمي نظر؛

ګاونډیان او سیمه د اشغال له دورې وروسته په افغانستان کې لومړی رول لوبوي

ګاونډیان او سیمه د اشغال له دورې وروسته په افغانستان کې لومړی رول لوبوي
د افغانستان په چارو کښې د ایران خاص استازی په دې خبرې سره چې د افغانستان امنیت او ثبات د ګاونډیو او سیمې له هیوادونو سره تړلی دی، یادونه وکړه چې د کابل د سیمه ایزې غونډې اهمیت او پیغام نړۍ ته دا دی چې ګاونډیان او د سیمې هیوادونه د سیمې په هیوادونو کښې رول لری. 
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په کابل کې د «افغانستان د سیمه ایزو همکاریو نوښت» غونډې په پای کې، حسن کاظمی قمی، د ایران په نوښت د دغې غونډې د اهمیت او پیغام په اړه د ایران د مطبوعاتو د پوښتنې په ځواب کې، څرګنده کړه: د کابل په غونډه کې د ګاونډیو او سیمې د هېوادونو د استازو حضور دا په ډاګه کوي چې دغه هېوادونه د افغانستان له خلکو سره د مرستې او د دغه هېواد د ننګونو د حل لپاره هوډمن دي.
 
په افغانستان کښې د ایران سفیر زیاته کړه: د افغانستان او ګاونډیو هیوادونو جغرافیائی او کلتوری ورته والی او د افغانستان په پرمختګونو کښې د دغو هیوادونو نفوذ ته په پام سره، ګاونډی هیوادونه کولای شی د سیاسی، امنیتی او اقتصادی وضعیت په ښه کولو کښې مهم رول ولوبوی. 
 
کاظمی قمی وویل: د څه د پاسه نیمې پیړۍ د مداخلې او نیواک تجربه په تیره بیا د امریکې شل کلنه نیواک د افغانستان لپاره له تباهۍ پرته بل څه نه دی او دغه هیواد له ډیرو مشکلاتو سره مخامخ دی.
 
د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر ځانګړی استازی په دې خبرې سره چې د افغانستان امنیت او ثبات او د سیمې ګاونډیان یو له بل سره تړلی دی، څرګنده کړه: د کابل د غونډې واضح پیغام دا دی چې ګاونډیان په افغانستان کښې رول لری.
 
کاظمی قمی څرګنده کړه: نړیوالو ته د کابل د غونډې پیغام دا دی چې ګاونډیان او د سیمې هېوادونه له افغانستان سره په مرستې کښې مخکښ دی او د نړیوالې ټولنې په ملاتړ دغه هېوادونه کولای شی افغانستان د سوکالۍ او ثبات په لور بوځی.
 
په افغانستان کې د ایران سفیر په دې خبرې سره چې د سیمه ایزې تماس ډلې غونډې به د افغانستان په اړه د ایران په نوښت دوام ولري وویل: په افغانستان کې د امنیت او ثبات د تحقق لپاره د سیمه ایزو همکاریو شرایط باید درک شي او په جوړیدو سره به یې عملي شي. 
 
د افغانستان لپاره د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر ځانګړی استازی همدارنګ په افغانستان کښې د فارسی ژبه او مذهبی مشترکات د سیمه ایزو ملګرتیاو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره مهمې شتمنۍ وبللې.

دغه راز د افغانستان د سيمه ييزو همکاريو نوښت تر سرليک لاندې د ګاونډيو او سيمه ييزو هېوادونو د ځانګړيو استازو او سفيرانو غونډه پرون په کابل کې د بهرنيو چارو په وزارت کې جوړه شوه.
https://avapress.com/vdcefn8wfjh8v7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته