افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دغه وزارت له سرپرست شهاب الدین دلاور سره د افچین چینایي شرکت د مشر د لیدنې خبر ورکړی دی.
په دې کتنه کې د چينايي شرکت مشر وويل چې د څه د پاسه شپږ زره ټنو په ظرفيت د نفتو د زيرمو جوړول، د نفتو د تصفيې د يوې فابريکې جوړول، د ١٣٠٠ کيلومتره ساحو سروې، د دوو غير فعالو څاګانو ترميم او کيندل شامل دي. د امو سیند په حوزه کې د ۲۲ نویو څاګانو کیندل چې د دغه شرکت د پلان په ګډون په روان کال کې کار روان دی.
د دغه شرکت مشر زياته کړه چې په دې سيمه کې د تېلو د ٢٢ څاګانو په فعالېدو سره به د ورځني تېلو د استخراج کچه دوه زره ټنو ته لوړه شي.
له بلې خوا په دې کتنه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په دغو پروژو کې پر روڼتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې د کارپوهانو او د تېلو د انجنیرانو د استخدام په برخه کې باید افغانانو ته لومړیتوب ورکړل شي.