دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۱۷
د مطلب کود : 281750
اروپايي ټولنې له افغانستان سره د پوهنې د پراختیا په برخه کې ۲۵ میلیونه یورو مرسته وکړه
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پلاوي مشرې رفیلا یودیچ ویلي دي چې اروپايي ټولنې له افغانستان سره د پوهنې د ودې په برخه کې ۲۵ میلیونه یورو مرسته کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس: د اروپایی اتحادیې شارژدافیر رفیلا یودیچ د چهارشنبې په ورځ (قوس ۱۵) په ایکس چینل کې لیکلی چې اروپایی اتحادیې د ملګرو ملتونو د ماشومانو له وجهي صندوق (یونیسف) سره ۲۵ میلیونه یورو (۲۷ میلیونه ډالره) مرسته وکړه. په افغانستان کې د تعلیمي اسانتیاوو په ښه کولو کې مرسته کړې ده.

مېرمن رفېلا زياته کړه، چې د دې پيسو په مرسته به په ورته وخت کې د افغانستان د ٣٨٥ ښوونځيو د زيربناوو کيفيت ښه شي.

اروپايي ټولنې څرګنده کړې، چې دغه پيسې به د تعليمي ځايونو په زيربناوو او د لومړنيو ټولګيو د زده کړو په برابرولو کې ولګول شي.

اروپايي ټولنې دا مرستې په داسې حال کې اعلان کړې، چې دوه ورځې وړاندې د اروپايي ټولنې شارژدافیر رافیله یودیچ د پوهنې له سرپرست وزیر حبیب الله اغا سره په لیدنه کې ویلي وو، چې اروپايي ټولنه به په افغانستان کې د ۴۰۰ ښوونځیو د ودانیو د بیارغونې لپاره مرسته وکړي.
https://avapress.com/vdciwzarut1avy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته