دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۳۱
د مطلب کود : 281697
نړیوال بنسټونه باید د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې روغتیايي مرکزونه جوړ کړي
د رئیس الوزرا د دفتر اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د یونیسف له استازي سره په کتنه کې وویل چې اسلامي امارت د پولیو د له منځه وړلو په برخه کې له هیڅ راز همکارۍ او هڅو څخه دریغ نه کوي او له نړیوالو بنسټونو یې وغوښتل چې د پولیو د له منځه وړلو په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د رئیس الوزرا د دفتر له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اسلامي امارت د رئیس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په داسې حال کې چې د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر قلندر عباد هم حضور درلود د یونیسف ساحوي افسر سنجې وجیکیرا او د بیل او میلندا ګیټس فاونډیشن رییس کریس الیاس او د هغه پلاوي سره وکتل.

په دې کتنه کې د یونیسف ساحوي مسوول د مرستو د ویش او په افغانستان کې د دغه سازمان د فعالیتونو د لا پراختیا په برخه کې د اسلامي امارت له همکارۍ مننه وکړه.

هغه زیاته کړه، دغه اداره هڅه کوي چې په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د روغتیا په برخه کې له ټولو اسانتیاوو سره لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د یونیسف ساحوي مسوول وویل، افغانستان او پاکستان یوازیني هیوادونه دي چې پولیو لا هم په کې شتون لري او موږ له نړۍ څخه د پولیو د بشپړ له منځه وړلو په لټه کې یو. نوموړي د اسلامي امارت له مشرتابه هم وغوښتل چې په دې برخه کې له یونیسف سره بشپړه همکاري وکړي.

بیا د بیل او میلنډا ګیټس بنسټ رئیس کریس الیاس خبرې وکړې او ویې ویل چې موږ د پولیو د له منځه وړلو هوډ لرو او د افغانستان له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوو چې په دې برخه کې له موږ سره همکاري وکړي.

له بلې خوا د رئیس الوزرا اداري مرستیال په هېواد کې د ټولیز امنیت تامین، د اداري فساد له منځه وړلو، د نشه یي توکو د کښت، تولید او قاچاق مخنیوی، د معتادینو راټولول او د هغوی درملنه، د سوالګرو راټولولو او د هغوی پر وړاندې د مبارزې هوډ اود اړو کسانو د ژوندانه د برابرولو په برخه کې يې وويل، چې اوسمهال په هېواد کې ميليونونه ماشومان په زده کړو بوخت دي. 

مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي امارت په ټولو برخو کې په ځانګړې توګه د پولیو د له منځه وړلو په برخه کې له هر راز همکارۍ او هڅو څخه دریغ نه کوي او له یونیسف او بل او میلندا ګیټس بنسټ څخه یې وغوښتل چې د روغتیايي مرکزونو جوړولو ته جدي پاملرنه وکړي. 
https://avapress.com/vdci3zaryt1avq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته