دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۳۴
د مطلب کود : 277105
له نړۍ سره د افغانستان د پرمختګ او برابرۍ لپاره د عصري او دیني علومو تدریس اړین دی
د پوهنې وزارت سرپرست وايي، له نړۍ سره د افغانستان د پرمختګ او برابرۍ لپاره په اوسنيو شرايطو کې د عصري او ديني علومو زده کړه ډېره مهمه ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پوهنې سرپرست وزیر حبیب الله اغا چې د جوزجان په آقچې ولسوالۍ کې یې د یوه نوي ښوونځي د ودانۍ د پرانستلو په مراسمو کې ګډون کړی و، وویل: د افغانستان د پرمختګ او له نړۍ سره د برابرۍ په خاطر عصري او دیني علوم په اوسني وضعیت کې خورا اړین دي.
 
هغه ټینګار وکړ، چې محصلین باید د معیاري او مسلکي زده کړو له لارې د بهرنیو متخصصینو اړتیا کمه کړي.
 
د پوهنې سرپرست وزیر زیاته کړه، د نړۍ هېوادونه د ټکنالوژۍ په مټ اسمان ته رسېدلي.
 
نوموړي د افغان محصلينو د ستاينې په ترڅ کې وويل: نن ورځ زموږ نوښتګر زده کوونکي له پلاستيک څخه د بې پيلوټه الوتکو او پرمختللو وسايلو د جوړولو توان لري، خو بايد خپل يووالى او اتحاد له لاسه ورنکړي.
 
د پوهنې سرپرست وزیر څرګنده کړه، چې امریکا، ایران، پاکستان او روسیه زموږ وطن نه جوړوي، موږ باید خپله لاره خپله لاړ شو.
https://avapress.com/vdchvqnim23nqzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته