دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۳ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۰۶
د مطلب کود : 272720
د افغان حاجیانو د راستنیدو لړۍ پیل شوه
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې دغه وزارت له سعودي عربستان څخه د افغان حاجيانو د راستنېدو لړۍ پيل کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د سرطان په ۱۳ مه نېټه یوه خبرپاڼه خپره کړه او ویې ویل چې د افغان حاجیانو لومړۍ ډله نن له غرمې وروسته له جدې څخه کابل ته راځی. .
 
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د حاجیانو د راستنېدو بهیر پیل شوی او د (۳۴۶) تنو حاجیانو په ګډون لومړۍ ډله به د یوې کامې الوتکې په وسیله له جدې څخه کابل ته ولېږدول شی.
 
باید وویل شي، چې سږ کال د حج په مراسمو کې له افغانستان څخه څه باندې ۳۰ زره حاجیانو ګډون کړی و.
 
https://avapress.com/vdcf00d0xw6deea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته