دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۲ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۱۲
د مطلب کود : 272644
د سمنګان ولایت د ډبرو سکرو په بازار کې د پام وړ کمښت
د سمنګان ولایت د ډبرو سکرو یو شمېر کارګران او پلورونکي وايي، د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د ډبرو سکرو د پلور بازار د پام وړ کم شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په سمنګان ولایت کې سیمه ییزو سرچینو په دغه ولایت کې د سکرو د خرڅلاو د سړې بازار خبر ورکړی.
 
د تمدن تلویزیون په وینا؛ د ډبرو سکرو يو شمېر سوداګر او پلورونکي هم تاييدوي، چې د تېرو کلونو په څېر سږ کال هم د سړو سکرو د پېر او پلور بازار ښه شوى او هېڅ پېرودونکي ورته نه دي رسېدلي.
 
په همدې حال کې د ډبرو سکرو د کان کارګران هم وايي چې د ډبرو سکرو د بازار د کمزوري کېدو له امله د دوی معاشونه هم کم شوي دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال پاکستان ته د ډبرو سکرو د ډېر صادرېدو له امله د هېواد په بازارونو کې د دغو کانونو بيه لوړه شوې وه.
 
https://avapress.com/vdcayunuy49n0i1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته