دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۱۹
د مطلب کود : 272003
د لوړو زده کړو وزیر د جاپان له ځانګړي استازي سره په کتنه کې د هېواد د پوهنتونونو لپاره د مرستې غوښتنه وکړه
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم د افغانستان په چارو کې د جاپان له ځانګړي استازي کانوشکا ناګاواکا او په کابل کې د دغه هېواد له سفیر تاکاشي اوکادا سره په کتنه کې له دغه وزارت سره د هېواد د پوهنتونونو په جوړولو، ترمیم او تجهیز کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لوړو زده کړو وزارت ویاند حفیظ ضیاءالله هاشمي د دوشنبې په ورځ په خپل ټویټر کې لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست په کابل کې د جاپان له سفیر سره وکتل.
 
ویل کیږي، چې په دې کتنه کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست په افغانستان کې د جاپان له ځانګړي استازي څخه وغوښتل، چې له افغانستان سره د «پوهنتونونو د ودانیو د جوړولو، د لابراتوارونو د تجهیز او د استادانو د روزنې» په برخو کې همکاري وکړي.
 
د لوړو زده کړو وزارت ویاند ښاغلي ندیم دغه راز جاپاني ډیپلوماټانو ته وویل: دا ډېره ښه ده چې بهرني ډیپلوماتان افغانستان ته راشي او وضعیت له نږدې وګوري، څو د ځینو متعصبو رسنیو د تبلیغاتو پر بنسټ قضاوت ونه کړي. "
 
ویل کیږي، چې په دې کتنه کې د افغانستان لپاره د جاپان ځانګړي استازي له افغانستان سره د پوهنې په برخه کې د مرستې ژمنه وکړه او د ښځو د زده کړو په اړه یې د معلوماتو د ترلاسه کولو غوښتنه وکړه.
 
د يادونې وړ ده، چې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست له جاپاني ډيپلوماټانو سره په داسې حال کې غونډه کوي، چې ښاغلي نديم تر دې مخکې روسيې ته د سفر پر مهال د دغه هېواد له چارواکو سره د افغان محصلينو د بورسونو په اړه خبرې کړې وې.
 
له بلې خوا شاوخوا یو کال کېږي چې پوهنتونونه لا هم د نجونو پر مخ تړلي دي.
 
https://avapress.com/vdcjy8e8tuqeayz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته