دخپریدو نیټه :شنبه ۹ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۱۲
د مطلب کود : 269104
په ننګرهار او پکتیا ولایتونو څخه تر یو میلیون زیاتو کسانو د اختر په ورځو کې لیدنه کړې ده
د پکتيا ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست چارواکي وايي، چې د کوچني اختر په شپه او ورځ د دغه ولايت له تفريحي سيمو څخه څه باندې شپېته زره کسانو ليدنه کړې او د ننګرهار ځايي چارواکي وايي، چې نږدې يو ميليون سيلانيانو د دغه ولايت له تفريحي سيمو ليدنه کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي چې د کوچني اختر په شپه او ورځ کې شاوخوا ۶۰ زره سیلانیانو د دغه ولایت څخه لیدنه کړې ده.
 
د چارواكو په وينا، دغو كورنيو سيلانيانو د سپين شګي، اوډكي، روحاني بابا او سټوګنډو له تفريحي سيمو څخه ليدنه كړې ده.
 
په ورته وخت کې د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وايي، چې په تېرو دوو اونیو کې نږدې یو میلیون کورنیو ګرځندویانو دغه ولایت ته سفر کړی دی.
 
دننګرهار داطلاعاتو اوفرهنګ رياست مسوولينو باختراژانس ته وويل چې دکورنيو او بهرنيو سيلانيانو د هڅونې او اسانتياو په خاطر له ټولو امکاناتو کار اخلي .
 
د دغو چارواکو په خبره، د تېرو کلونو په پرتله د اختر په ورځو کې د سيلانيانو د زياتوالي يو لامل د امنيت برابرول دي.
 
تر دې وړاندې د کونړ ولایت چارواکو هم ویلي وو، چې د کوچني اختر په ورځو کې نږدې ۳۰ زره کسانو د دغه ولایت له تفریحي او سیاحتي سیمو لیدنه کړې ده.
 
د يادونې وړ ده، چې سږ کال لوى اختر د تېرو کلونو په پرتله په ډاډمنه فضا کې تېر شو او ډېرى خلکو د هېواد له ولايتونو له منظرو ډکو سيمو ته مراجعه وکړه.
 
https://avapress.com/vdchvwnik23n-zd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته