دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۴
د مطلب کود : 268358
په بامیان ولایت کې د څه باندې ۳۰ زره کیلوګرامه نشه يي توکو د سوځولو خبر ورکړل شو
د باميان ولايت د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مديريت مسوولين وايي، چې د تېر کال په اوږدو کې يې شاوخوا ٣٠ زره کيلوګرامه بېلابېل ډول نشه يي توکي راټول کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بامیان ولایت د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي چې د دغه ولایت له نشه‎يي توکو سره د مبارزې مدیریت د ۱۴۰۱ کال په اوږدو کې د نشه‎يي توکو یوه لویه زېرمه له منځه وړې ده.
 
د بامیان ولایت د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر زیاته کړې، چې دا کار د اسلامي امارت د مشر ملاهبت الله اخندزاده په حکم ترسره شوی دی.
 
د اسلامي امارت د رهبرۍ د حکم له مخې نږدې یو کال وړاندې د نشه یي توکو کښت، تولید او قاچاق د شریعت خلاف او حرام اعلان شوی دی.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د نشه يي توکو يوه لويه زېرمه د چارواکو له لوري سوځول شوې وه.
 
https://avapress.com/vdchm6ni623n-xd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته