دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۲۰
د مطلب کود : 267743
مرکزي بانک به سبا ۱۴ میلیونه ډالره لیلام کړی
د هېواد مرکزي بانک اعلان کړی، چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د ثبات د ساتلو په موخه به د یکشنبې په ورځ (حمل ۱۳) ۱۴ میلیونه امریکايي ډالره د لیلام په بڼه وپلوري.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: نن شنبه د هېواد مرکزي بانک په خپله ټوېټر پاڼه کې په یوه اعلامیه کې لیکلي، چې د افغانیو د ثبات د ساتلو په موخه به سبا ۱۴ میلیونه ډالر لیلام کړي.
 
دغه بانک په اعلاميه کې له مستحقو بانکونو او د تبادلې له شرکتونو او د پيسو له خدمتونو غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې برخه واخلي.
 
د افغانستان مرکزي بانک ویلي چې د لیلام ګټونکي مکلف دي چې د لیلام د ورځې تر پایه خپل حسابونه تصفیه کړي.
 
په اعلامیه کې راغلي: "د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملو جزوي تصفیه اجازه نه لري. د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي چې د خپل پور پیسې یو ځل په نغدو پیسو د افغانستان بانک افغانستان ته وسپاري.
 
د يادونې وړ ده، چې مرکزي بانک د بهرنيو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت د ثبات د ټينګښت په موخه هره اونۍ په مليونونو ډالر پلوري.
https://avapress.com/vdceef8wxjh8pfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته