دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۲۶
د مطلب کود : 267431
د داعش خراسان ډلې دوهم کس ووژل شو
د اسلامي امارت د استخباراتو عمومي ریاست اعلان کړی چې امنیتي ځواکونو په بلخ کې د دغې ډلې د دوهم کس په ګډون د داعش ترهګرې ډلې درې مهم غړي وژلي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د استخباراتو عمومي ریاست په خپله ټویټر پاڼه کې اعلان کړی چې دغه کسان د بلخ ولایت په پنځمه، اتمه او لسمه ناحیو کې د امنیتي ځواکونو له عملیاتو وروسته وژل شوي دي.
 
د اسلامي امارت د استخباراتو د عمومي ریاست د معلوماتو له مخې، د دې عملیاتو په پایله کې د داعش خراسان پخوانی والي او د دوهم نمبر مرستیال مولوي ضیاالدین چې په مولوي ضیاءالدین مشهور دی، د داعش د شورا غړی ابو عمر افریدي وژل شوی دی. د دې ډلې او سلمان تاجکستاني، چې د داعش د پوځي روزنې یو له مسوولینو څخه وو، وژل شوي دي.
 
د استخباراتو ریاست وايي، دغو کسانو د بلخ د پخواني والي "محمد داوود مزمل" په دفتر کې په چاودنه کې لاس درلود.
 
https://avapress.com/vdcipyarzt1aq52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته